په فاریاب ولایت کې به د ۴ ښوونځیو د نوري فایبر شبکې سره د نښلولو پروژه ډیر ژر بشپړه شي

naweed_admin
Thu, May 06 2021 12:40 PM
پروژه وصل ۴ مکتب‌ به شبکه فایبر نوری در ولایت فاریاب

د نوري فایبر شبکې سره د څلورو ښوونځیو د نښلولو چارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) رئیس، د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت او د پوهنې ریاست استازو، د مخابراتو ریاست د آی ټي ملاتړ کارپوه او د ښوونځیو مدیرانو په شتون کې وڅارل شوې.

د یاد ټیم د څارنې پربنسټ د ابوعبید جوزجاني، عربخانه تجربوي، کارتې صلح لېسې او د خراسان عالي لیسه به په نږدې راتلونکې کې د نوري فایبر شبکې د انټرنټي خدمتونو سره ونښلول شي.