د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت جومات او وړکتون د بیا رغاونې وروسته پرانیستل شول
![بازسازی مجدد کودکستان و مسجد وزارت](/sites/default/files/2021-04/bazsazy_mjdd_kwdkstan_w_msjd_wzart.jpg)
د قرآنکریم ختم او د وروستیو پیښو د شهیدانو روح ته د دعا او د جومات او وړکتون د پرانستلو مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري، د آترا ادارې رییس ښاغلي عمر منصور انصاري، یو شمیر رئسانو، سلاکارانو او کارکوونکو په ګډون ترسره شول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د جومات او وړکتون پرانیستل د دې وزارت کارمندانو د معیاري کاري شرایطو برابرول او په ځانګړي توګه د ښځینه کارمندانې او د هغوی ماشومانو ته مناسب، مهم او ارزښتناک وبلل.