د مخابراتو او تکنالوجۍ وزيرې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ريیس سره لیدنه او د ادارو ډیجیټل کولو په اړه یې خبرې وکړې

naweed_admin
Thu, Mar 25 2021 7:56 AM
رییس اداره مستقل ارگانهای محل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزيرې معصومې خاوري د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ريیس شميم خان کټوازي سره وکتل.

په دې ليدنه کې د مخابراتو وزارت او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې ترمنځ د دوامداره همکاریو، په ځانګړي توګه د ولایتونو او سیمه ایزو ادارو ډیجیټل کولو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

ښاغلي کټوازي د مخابراتو وزيرې څخه د مننې ترڅنګ اوسني وضعيت او شرايطو ته په کتو د ادارو د ډيجيټل سازۍ پر اړتياوو ټينګار وکړ.