د لغمان ولایت مهترلام ښار ولایتي روغتون د نوري فایبر له لارې انټرنیټ سره نښلول کیږي

naweed_admin
Tue, Mar 16 2021 11:46 AM
گزارش کارکرد ولایت لغمان حوت ۱۳۹۹

د انټرنیټ سره د روغتونونو او روغتیایی مرکزونو د نښلو لپاره د هڅو په دوام، د مهترلام ولایتي روغتون ته د نوري فایبر کیبل غزولو کار په رسمي ډول پیل شو، چی په بشپړیدو سره به یی دغه روغتون له نوري فایبر سره وصل شی.

تمه کیږي چې د دې اقدام په ترسره کیدو او د نوي ټکنالوجۍ کارولو سره، د یاد روغتون په ورځني چارو او خدمتونو په وړاندې کولو او "له لرې واټن درملنې" کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.