د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوی رئیس رسماً دنده پيل کړه

naweed_admin
Sun, Feb 28 2021 5:45 PM
رئیس مخابرات ننگرهار

د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوی رئیس ښاغلي شفیق الله مشفق د یوې غونډې په ترڅ کې د ولایت مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل لخوا چې د ولايت بشري سرچينو رئيس احمد ضياءعبدالزي او نورو مسئولينو هم حضور درلود مسئولينو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې دنده پيل کړه.

نوموړي د مخکيني رئیس عبدالرازق ثاقب د تر سره کړيو هڅو ستاينه وکړه او نوي رئیس ته يې په چارو کې د برياليتوب هيله وکړه.

د دې ادارې نوي رئیس شفيق الله مشفق وويل، چې په دې ولايت کې به ډیجیتلی خدماتو همغږي ته کار وکړي او همدا راز د بریښنایی حکومتداري او معلوماتي ټيکنالوژۍ په برخه ولس ته خدمات وړاندي کړی.