د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیرې د چارو اداری لوی رئیس سره د پروسو د ډیجیتل کیدو په اره یی خبری وکړې

naweed_admin
Sat, Feb 20 2021 4:30 PM
رئیس عمومی اداره امور ریاست جمهوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزيرې معصومه خاوري د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود ‏فضلي سره وکتل‎.‎

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزيري د دولتي ادارو ترمنځ د پروسو د ډيجيټلي کيدو د طرحې او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل ‏او د چمتو شوو طرحو عملي کيدو کې يې له چارو ادارې د همکاريو غوښتنه وکړه‎.‎

ډاکټر فضل محمود فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزيرې د چمتو شوو پلانونو هرکلی وکړ، د پروسو د ډيجټلي کولو ‏بهير د چټکتيا ټينګار ترڅنګ يې ، له ياد وزارت سره د اسانتياوو او همغږۍ رامنځ ته کولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ‎.‎