د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه جوړه شوه او د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې پریکړې ‏وشوې

naweed_admin
Sat, Jan 30 2021 2:12 PM
نشست هیئت رهبری تمدید قرارداد پروژه وصل ۱۰۱ باب مکتب

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومې خاوري په مشرۍ د وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ‏او بیلابیلو ریاستونو د رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه‎.‎

پدې ناسته کې، دنوري فایبر سره د ۱۰۱ ښوونځيو د نښلولو تړون غځولو، افغان پوسټ (اوپن سپیس) ته د برښنایي حکومتولۍ ‏مرکز لیږدولو، د څیړنې او نوښت مرکز رامینځته کولو، د ولسمشرۍ عالي مقام مصوبو، لارښوونو او حکمونو د پلي کولو په ‏منظور د راپور ورکولو پروسې ګړندۍ کولو او د وزارت مقام د تقنیني سندونو او پروسیجرونو پروسو او نورو اړونده مسلو په ‏هکله تفصیلي خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.‏