د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ساینس او نوښت رئیس معرفي شو

naweed_admin
Mon, Jan 18 2021 8:26 AM
معرفی محمد توفیق پوپل رئیس ساینس و نوآوری

ښاغلی محمد توفیق پوپل رسما د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ساینس او نوښت ریاست د رئیس په توګه معرفي شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای په هغه مراسمو کې چې د دغه وزارت د بیلابیلو ریاستونو رییسانو پکې برخه اخیستې وه ښاغلي پوپل ته د هغه د نوي مسؤلیت مبارکي وویله.

ښاغلي لطیف رای د معلوماتي ټکنالوجۍ څیړنه او پراختیا د ساینس او نوښت یوه له مهمو او حیاتي برخو څخه وبلله

نوموړي د نوښت په برخه کې د ادارې د موخو ترلاسه کولو او د پرمختګ لپاره پر مسؤلیت مننې او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

معرفی محمد توفیق پوپل رئیس ساینس و نوآوری

ښاغلي محمد توفیق پوپل هم د وزارت د بیلابیلو ادارو تر منځ په همکارۍ او همغږۍ او د لا ښو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د خپلې علمي تجربو او پوهې يه کارولو سره به د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور او شبکې يي سیسټمونو ودې او پراختیا لپاره کار وکړي.

ښاغلی پوپل د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د آزادې سیالۍ له لارې او د ولسمشرۍ مقام ۱۳۹۹/۷/۲۲ نیټې د ۱۸۳۸ ګڼې فرمان پر بنسټ دې پوست ته معرفي شوی دی.