د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کابینې چارو د انسجام ریاست د همغږۍ غونډه جوړه شوه

یاده ناسته پرون د سه شنبه په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري، د کابینې د چارو د انسجام رئیس ښاغلي وحید حلیم یار، ورسره مل پلاوی او کارپوهانو په حضور جوړه شوې وه.
پدې غونډه کې دواړو خواو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د غونډو په میکانیزم ، د کابینې په اجنډا کې د شاملولو لپاره د سندونو د لیږلو څرنګوالي او د کابینې د مصوباتو پلي کولو او راپور ورکولو پروسې ګړندي کولو لپاره د کابینې د مصوباتو تعقیب لارې چارې په هکله بحث او خبرې وکړې او پدې برخه کې د لا همغږۍ برابرولو باندې ټینګار وشو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې محترمه معصومه خاوري د جمهوري ریاست د کابینې د چارو انسجام ریاست اغیزمن اقدام څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د کابینې پریکړې په خپل وخت پلي کولو کې لازمه همکارۍ کوي.