په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دایکندي ولایت د ډیجیټل همغږۍ کوونکي ریاست د اجراآتو راپور

د دایکندي ولایت ډیجیټل همغږۍ کوونکی ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د دې ریاست د فعالیتونو او دندو په اړه "ملت ته د حکومت راپور ورکولو" پروګرام له مخې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د دایکندي په مرکز کې د جدی په ۱۱ مه جوړ شوې وو خلکو ته وړاندې کړ.
په دې ناسته کې د دایکندي ولایت والي ښاغلي محمد ضیا همدرد ، د سکتوري ریاستونو رییسانو او د خلکو بیلابیلو فشرونو استازو برخه اخیستې وه.
د دایکندي ولایت د ډیجیټل همغږي کونکي رییس ښاغلي لطف الله شریعتي په ۱۳۹۹ مالي کال کې لاندې فعالیتونه او اجراات یې د دغه ریاست ترټولو مهمو دندو په توګه په ګوته کړل:
۱- په اشترلي ، خدیر ، کیټي ، شهرستان ، میرامور ، سنګخت او بندر ولسوالیو کې د (TDF پروژې نهم پړاو کې د لسو مخابراتي سایټونو جوړول او ګټې اخیستنې ته سپارل چې دا مهال ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.
۲- د نیلی ښار په (نوي او مهاجرینو ښارګوټو) کې د MTN مخابراتي شبکې د 2 G/3G په ظرفیت دوه سایټونو فعالول چې اوسمهال ۲۴ ساعته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه چمتو کوي او فعال دي.
۳- په کجران او نوه میش ولسوالیو کې د افغان ټلیکام (سلام) دوه سایټونو بشپړول ، چې دا مهال ۲۴ ساعته مخابراتي فعالیتونه لري .
۴- په نوه میش ولسوالۍ کې د افغان بېسیم مخابراتي دوو سایټونو پلي کول ، چې یو یې د ولسوالۍ په مرکز کې فعالیت کوي او ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي. دغه راز د یادې ولسوالۍ په چمبر غونډۍ کې د افغان بېسیم دویم سایټ کار ۷۶ سلنه بشپړ شوی او ژر به په فعالیت پیل وکړي.
۵- د اشټرلي ولسوالۍ په شیلان کورګه سیمه کې د اتصالات مخابراتي شرکت یو سایټ فعالول ، چې ۲۴ ساعته مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي .
۶- (د میرامور ، شهرستان ، خدیر ، کیټي ، سنګخت او بندر) ولسوالیو کې د روشن شرکت ټاورونو له لارې د اتصالات ۸ سایټونو فعالول چې د ورځې ۲۴ ساعته مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.
۷- د نیلي ښار په شمول په اشټرلي ، میرامور ، شهرستان ، پټو ۵ ولسوالیو کې د MTN 9 ساسټونو فعالول چې ټول ټال ۱۲ سایټونه د 3 G انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي.
۸- د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ ته د دایکندي ولایت له لارې د روشن مخابراتي شرکت یو ساست بشپړول او فعالول ، چې د خدیر ولسوالۍ ډیری برخه تر پوښښ لاندې نیسي او ۲۴ ساعته فعال دی.
۹- د (جنریټر ، بطرۍ او سولر) نوي او سټندرد بریښنایی سیسټم سره د سلام مخابراتي شرکت ۷ سایټونو تجهیز ، چې دا مهال یاد شوي سایټونه فعال دي او ۲۴ ساعته خدمتونه برابروي.
۱۰- د کجران ولسوالۍ په مرکز او د نوه میش ولسوالۍ په قاسم آباد کې د سلام شبکې د دوو سایتونو تجهیز او فعالول چې اوسمهال ۲۴ ساعته مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.
۱۱- د انټرنیټ اتصال لپاره د ۶۵ ملیون افغانیو په لګښت د دایکندي ولایت د احصایې ریاست ، تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ ، او د دغه ولایت ۳۱ عالي لیسې د (بریښنا سیسټم ، میز او چوکۍ ) سره تجهیز کول.
۱۲- د دولت په عوایدو کۍ ۲۵ سلنه زیاتوالی او همدارنګه د دایکندي ولایت مستوفیت او مخابراتي شرکتونو يه همغږي او همکارۍ د ځمکو د کرایې حسابونو تصفیه کول.
۱۳- د نیلي ښار په غوره برخه د (۹۰۰ مربع متره) ساحې په ځمکه کې د پُست خونې ودانولو لپاره د تدارکاتي سندونو تصفیه کول ، چې اوسمهال د پست خونې جوړولو لپاره چمتو دی.
۱۴- د نیلی ښار څخه کابل ته د بریښنایی پوستې او پاسپورت لیږد او په برعکس ۹۶ ځله) ، له نیلی ښار څخه د نهو ولسوالیو مرکزونو ته (۳۸۵ ځله) چې په مجموعی ډول (۵۸۱ ځله) کیږي انتقالات ترسره شوی او اوس یې لیږد هم په عادي ډول روان دی.
۱۵- د الیاس ویس شرکت لخوا د امنیتي ادارو په همکارۍ او همغږۍ سره د مخابراتو ریاست د دفتر شاوخوا دیوال ترمیم او ودانول (چې وړاندې دیوال سمنت کولو پخاطر تخریب شوی و).
۱۶- د (۷ ۱۰۸ جلده پاسپورټونو مواصلت چې (۹۸۳ جلدونه) یې مالکینو ته توزیع شوې.
۱۷- د دې ادارې د عادي بودیجې (۵۱۸۰۰۰۰) افغانۍ.، د مالي کال په جریان کې د مصارفاتو ، ترمیم او کارمندانو د معاشاتو له کوډ څخه په بشپړه توګه لکول شوی ده
۱۸- د (ولایت / وزارت / اترا / مخابراتي فعاله شرکتونو) په رسمي او ستراتیژیکو غونډو کې دوامداره برخه اخیستنه.