د ډیجیټلی تصدیقونو صادرولو ملي مرکز مقررې طرحې د غني سازی په موخه مشورتي ناسته وشوه

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت حقوقي بورډ لخوا د وزارت د یو شمیرسلاکارانو او حقوقي کارپوهانو ، د آترا ادارې د سټنډرډونو مسئول، حقوقي او جواز ورکولو رئیس، د ملي امنیت شورا د ICT رئیس، د معلوماتي سیسټمونو د امنیت برخې د بیلابیلو څانګو چارواکو، د افغانستان د تصدیق ورکولو ملي مرکز رئیس او د عدلیې وزارت استازو په حضور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
دا ناسته د افغانستان د ډیجیټل تصدیقونو ورکولو د ملي مرکز د مقرري د طرحې بډاینې په موخه جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت حقوقي کارپوهانو د افغانستان د ډیجیټل تصدیقونو صادرولو د ملي مرکز مسودې اهمیت او اړتیا په وضاحت سره تشریح کړه او بیا د اړوندو ادارو استازو د پورتني پلان د اصلاح او موثریت په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.
د مقررې دا طرح به د قانوني پړاونو تیرولو په خاطر د عدلیې وزارت ته استول کیږي.