د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې خدمتونه له دریو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شو

naweed_admin
Sun, Dec 13 2020 9:14 AM
شرکت افغان تلیکام در ولایت کاپیسا ولسوالی تگاب

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سلام شبکې مخابراتي خدمتونه د درې کالو وقفې وروسته بیا د ډیجیټل همغږي کونکي او ‏د دې ولایت سیمه ایزو چارواکو او افغان ټلیکام مخابراتي مسئولینو کوښښونو له امله بیا پیل شول. ‏

پدې ولسوالۍ کې دا خدمتونه د ناامنیو له امله ځنډول شوي وو‎.‎‏ دا مهال د سلام شبکه یوازینی مخابراتي شبکه ده چې په تګاب ‏ولسوالۍ کې خلکو ته ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي‎.‎

ددې خدمتونو بیا فعالول به له یوې خوا انټرنت او مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسی اسانتیا او خلکو د رضایت لامل شي، او له ‏بلې خوا، به د مخابراتي خدمتونو محصول څخه د دولت عاید ډیر کړي‎.‎

تقدیرنامه

هغه انجینران چې د دې خدمتونو په فعالولو کې مرسته کړې د کاپیسا د والي په استازیتوب د کاپیسا ولایت د ډیجیټل همغږی ‏کونکي ادارې رییس ښاغلي محمد حسیني لخوا وستایل شول.‏