د لغمان ولایت پُسته خانه د نوري فایبر له لارې د مرکزي پُسته خانې سره نښلول کیږي

naweed_admin
Wed, Dec 02 2020 10:43 AM
پُسته خانه ولایت لغمان به مرکز از طریق فایبر نوری وصل میگردد

نن ورځ لغمان ولایت کې د دې پروژې د پلي کولو چارې د ډیجیټلي همغږي کونکي ریاست د اترا ادارې او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د مسؤلینو لخوا رسماً د پټۍ په پریکولو سره پیل شوې.

د هغه تړون په بنسټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت تر مینځ شوی دی د هیواد په کچه به ۲۳ ولایتي پُسته خانې د نوري فایبر له لارې د مرکزي پُسته خانې سره ونښلول شي.