په دولتی املاکو کی د مخابراتی انتنونو د حق الاجاری له درکه دعوایدو دتحصیل غونډه وشوه

naweed_admin
Tue, Dec 01 2020 9:43 AM
تحصیل عواید

هغه غونډه چی له همدی امله د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ په ریاست کی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د رئیس په ‏مشری ترسره شوه، دمخابراتی کمپنیو د استازو سربیره پکی د اترا ولایتی مسؤول، مستوفیت د عوایدو آمر او د اراضی او ‏شهرسازی ریاست داملاکو مدیر هم ګډون کړی وه.

په غونډه کی د ټولو مخابراتی شرکتونو د مقروضیتونو په هکله تفصیلی بحث ‏وشو، هغه شرکتونه چی پدی هکله یی هلی ځلی کړی وستائیل شوو او هغه چی اوس هم قرضدار دی د مالی کال ترپایه ورته د ‏قرضونو د تادئیه او حسابونو د تصفیه لپاره تاکید او لارښوونه وشوه‎.‎