د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ۲۰۰ بستریز حوزوي روغتون د نوري فایبر سره د نښلولو چارې ۷۰ په سلو کې ‏پرمختګ کړی

naweed_admin
Mon, Nov 16 2020 1:28 PM
فایبر نوری در ولایت کندز

د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ۲۰۰ بستریز حوزوي روغتون د نوري فایبر سره د وصل چارې چې د‎ TDf ‎نهمې ‏پروژې په مالي مرسته په مخ وړل کیږي په سلو کې ۷۰ سلنه په مخ لاړې دي‎.‎ د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست او اړوند ۲۰۰ بستریز حوزوي روغتون به د دې پرمختللي او چټکې ټکنالوژۍ نه په ګټې ‏اخیستنې سره د یاد ولایت اوسیدونکي په معیاري ډول تداوي کیږي او ټیلي میدیسن اسانتیاوو ته به لاسرسی ومومي‎.‎