د آسان خدمت ادارې رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې معصومه خاوري سره وکتل

naweed_admin
Wed, Oct 14 2020 8:52 AM
MCIT Minister meet with Asan Kedmat Director

د روان ۱۳۹۹ کال د تلي میاشتې په ۲۲ مه نیټه د آسان خدمت ادارې رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني او د دې ادارې یو شمیر ‏چارواکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري سره وکتل.‏

په دا غونډه کې، دواړو لوریو د یو شمیر همکاریو او پروګرامونو، په ځانګړي توګه د مبایل له لارې د معاشونو ورکولو ‏‏(‏ MSP‏) پروژې د پلي کیدو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. ‏

دا مهال شاوخوا د ۴۰ زره ښوونکو معاشونه د دې برنامې له لارې ورکړل شوي دي، او د دې پروژې پیاوړتیا او پراختیا به په ‏دې برخه کې اسانتیاې او رو ڼتیا رامینځته کړي.‏

په پای کې ښاغلي څمکني په اړوندو څانګو کې د دغه پروګرام په پلي کیدو کې د وزارت له مشرتابه څخه د لا زیاتو همکاریو ‏غوښتنه وکړه.‏