معصومه خاوري په کابل کې د ایران - افغانستان ګډ نندارتون څخه لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او نوماند اغلې معصومه خاوري نن سهار په کابل کې د ایران - افغانستان ګډ تخصصي نندارتون څخه لیدنه وکړه. اغلې خاوري، چې په رسمي ډول د نندارتون تنظیم کونکو لخوا وربلل شوې وه، د دې نندارتون له جوړیدو هرکلی وکړ او له اړوندو چارواکو سره یې د ورته نندارتونونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
د دې نندارتون تنظیم کونکو او رسنیو ته په وینا کې میرمن خاوري وویل چې د دا ډول نندارتونونو په لاره اچول خلکو ته د محصولاتو او خدمتونو معرفي کولو، پوهې او تجربې د تبادلې، د اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، او صنعت ودې په ځانګړي توګه د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو سکتور په برخو کې د لازیاتو پانګونې هڅولو او راجلبولو لپاره خورا مهم او ارزښتناک دي او په دې برخه کې یې په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
دغه نندارتون چې د دریو ورځو لپاره(د تلي ۱ - ۳) په لاره اچول شوی دی، د انرژۍ، مخابراتو او اړونده صنعت، تخنیکي او انجینرۍ خدمتونو، ښاروالۍ خدمتونو، ترانسپورت او اړوندو ماشینونو په بیلابیلو برخو کې شاوخوا سل (100) غرفو کې محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کوي.