په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست او نومانده وزیرې سره لیدنه وکړه

naweed_admin
Tue, Sep 22 2020 8:42 AM
معصومه خاوری و کبیرخان عیسی خیل

د وږي میاشتې ۳۱ مه نیټه

د ولسمشرۍ عالي مقام په حقوقي چارو کې ستر سلاکار ښاغلي کبیر خان عیسی خیل او ورسره مل پلاوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست او نوماندي وزیرې آغلې معصومه خاوري سره وکتل او د ولسمشر د وروستي فرمان د پلي کیدو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د مالي، اداري او تخنیکي ارزونې په اړه د دې حکم د پلي کولو لپاره، د ولسمشرۍ د چارو د لوی ریاست، د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت استازو په ګډون یوه کمیټه جوړه شوه چې د حکم د تطبیق په اړه یې لازمي پریکړې وکړې.