د انترانت او انترنټ خدمتونو وړاندې کولو لپاره د (GovNet) سره د یو شمیر دولتي ادارو نښلول
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په هیواد کې د برښنایي حکومتولی زیربناوو رامینځته کولو او پراختیا لپاره د خپلو هڅو په دوام کې په پام کې لري چې یو شمیر دولتي دفترونه او بنسټونه د الکټرونیکي شبکې (GovNet) سره ونښلوي.
د دغه پروګرام موخه په مینځ مهاله کې د انټرنټ او انټرانټ خدمتونو چمتو کول دي چې د ډیجیټل کاسا پروژې لخوا او د نړیوال بانک په مالي مرسته پلې کیږي.
د دې موخې لپاره، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي په مشرۍ غونډه د وزارت تخنیکي ټیم او ډیجیټل کاسا پروژې په ګډون جوړه شوه او د دې پروژې د پلي کولو څرنګوالي، او ګټو په اړه بحث وشو.
پدې ناسته کې د پروژې د پلي کیدو څرنګوالي او د GovNet سره د دولتي دفترونو د نښلولو د ګټو، او همدارنګه د اړتیا له مخې دولتي دفترونو ته لومړیتوب ورکولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
د دې پروژې په پلي کیدو سره، د ګټو سربیره، د لرې واټن زده کړې (Distance Learning)، ټلی میډیسین (Tele Medicine) او نورو ډیجیټل سکتورونو کې به اسانتیاوې برابرې شي.