د انټرنيټي خدمتونو د قیمت او کیفيت د ستونزو د فکټورونو پېژندنه

Author image
Alireza Khaliqyar
Wed, Jun 19 2019 5:19 PM
شناسایی فکتورهای مشکل کیفیت و قیمت خدمات انترنتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د يو شمېر متقدينو او مدني ټولنې استازو سره د لېدنې تر څنګ، د انټرنيټي خدماتو د کيفيت او قيمت د فکټورونو په اړه ور سره معلومات شریک کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې د انټرنېټي خدماتو د کيفيت او نرخونو ستونزې رېښې دې پېدا کوي او ډېری يې پېژندل شوي چې اداري لګښتونه او د مخابراتي او انټرنېټي شرکتونه ګټه په کې شامله ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست زیاته کړه چې د وزارت تخنيکي ټيمونه د اترا ادارې او افغان ټېلې کام شرکت سره په ګډه کار کوي چې پورته ياد شوي فکټورونه او ستونزې حل کړي.

ښاغلي هاشمي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او همکارۍ تر څنګ د خپلو کاري پروګرامونو په اړه دوی سره خبرې وکړې او یادونه يې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د انټرنېټ د بيو د کمښت تر څنګ د کيفيت د ښه کېدو په برخه کې هېوادوالو ته ښه خبرونه ولري