د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د مخابراتي شرکتونو سره د غېر راجستر سيمکارتونو د خرڅلاو د مخنيوي په منظور ولیدل.

Author image
Alireza Khaliqyar
Sat, Mar 30 2019 5:31 PM
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با شرکت های مخابراتی درباره جلوگیری از فروش سیمکارت های غیر راجستر شده صحبت نمودند.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی نن خپل کاري دفتر کې د مخابراتي شرکتونو د يو شمېر رسمي پلورونکو سره د لیدنې تر څنګ د غېر راجستر سيمکارتونو د خرڅلاو د مخنيوي او په دې برخه کې ددوی د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

محترم آريوبی د غونډې په ترڅ کې د غېر راجسټر سيمکارتونو د پلور په اړه دوی ته په وضاحت سره وویل چې له دې وروسته په هېڅ صورت وزارت اجازه نه ورکوي، شرکتونه او پلورونکي يې غېر راجستر سيمکارتونه وپلوري او دوی هم ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به د وزارت سره پوره پوره همکاري کوي