په شفاف ډول د لس فیصده مخابراتي محصول راټولول

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په شفافه توګه د لس فیصده مخابراتي محصول او نورو سکټوري عوايدو ټولونې ته ژمن دی او هر وخت د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې د خلکو او دولت پر وړاندې خپل ځان مسؤول او ځواب ويونکۍ حسابوي.
د مخابراتي خدماتو د محصول ټولونې د لا شفافيت او روڼتيا په موخه د ریل ټایم ډیټا منجمنټ سیسټم (RTDMS) د جوړېدو تدارکاتي مراحل په بشپړیدو دي او یاده پروژه د تدارکاتی ملی کمسیون له لورې منظوره شوې.

د قراردادي شرکت سره تدارکاتو ملي ادارې او وزارت لخوا د تخنیکي چارو او قرار داد نهایي کیدو، ارزونې روانې دي او د قرارداد وروسته به ډیر ژر د پورته ذکر شوي سيسټم جوړولو باندې کار پېل کړل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدماتو د محصول قانون انفاذ څخه تر اوسه 13,965,757,979 افغانی عوايد را ټول کړي دي. د کلونو پر بنسټ د عواید ارقام په لاندې توګه دي.

مجموع راټول شوي عواید (افغانی) کال 
802,318,725 1394
4,288,791,728 1395
4,270,593,058 1396
3,898,832,717
  تر اوسه راټول شوي عواید 1397 705,221,751 طلبات 
13,965,757,979 عمومي میزان   په ۱۳۹۷مالي کال کې تر اوسه د مطالباتو پرته د مخابراتي خدماتو د محصول له لارې ټول ټال 3,898,832,717 افغانۍ د دولت خزانې ته راټولې شوي دي.

د یادونې وړ دی چې په ۱۳۹۷ کال کې د طلباتو تر لاسه کولو وروسته د ۱۳۹۷ کال مجموعي میزان (4,604,054,468) افغانیو ته رسیږي چې دا به یاد کال کي عوایدو له درکه (333,461,410) افغانی زیاتوالی په ډاګه کوي
یاد طلبات د روشن مخابراتي شرکت باندي پاتي دي چې د تیر کال د زنبق خونړی او درنې چاودنې له کبله دوی ته په لوړه کچه مالي زیانونه ورسیدل چې له همدې امله په ۱۳۹۷ مالي کال کې دوی باندې (705,221,751 افغانۍ) مطالبات پاتې شول، خو د روشن مخابراتي شرکت ژمنه کړې چې د روان کال تر پایه به خپل ټول طلبات تاديه او حساب به تصفیه کړي.