د انټرنیټي بستو بیې راټیټې شوې!

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ظرفیتونو څخه د اغیز لرونکي ګټې اخیستنې او  د انټر نیټي بستو د قیمتونو راټیټولو په موخه د اقتصاد عالي شورا  ته طرحه وړاندې کړه، چې د اقتصاد عالي شورا  له تائید وروسته د انټرنیټي بستو په نرخونو کې د پام وړ  بدلون راغی.

دا دې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام د  3G په انټر نیټي بستو کې ۱۰٪ سلنه ټیټوالی راغی چې د نورو مخابراتي شبکو په نسبت شل سلنه ټیټوالی ښیي. همدارنګه د افغان ټلیکام په سیم لرونکو (DSL) انټر نیټي بستو کې کابو ۳۷.۵۰٪ سلنه تخفیف رامنځ ته شو. دغه تخفیفونه د ۱۳۹۷ لمریز کال د وري د لومړی څخه د تطبیق وړدي.

شمیره

بسته

اوسنی بیه   

د ۱۰٪ تخفیف څخه وروسته بیه  

۱

250 MB

48

43

۲

1 GB

160

144

۳

3 GB

320

288

۴

5 GB

480

432

۵

10 GB

720

648

د سلام 3G    بستې

د افغان ټیلي کام د سیمداره بستې  (DSL)

بندویت/ سرعت

حالت

اوسنۍ میاشتنۍ بیه

د تخفیف نه وروسته بیه

256 Kbps

نا محدود

800

500

512 kbps

نا محدود

1600

1000

1024 kbps

نا محدود

3200

2000

2048 kbps

نا محدود

6400

4000

4096 kbps

نا محدود

12800

8000

قیمت 1 mbps به شکل اختصاصی آن مبلغ ۱۲۰۰۰ افغاني در ماه است، قیمت با تخفیف آن ۸۰۰۰ افغانی است

تحصیلي ادارو ته ۴۰ سلنه تخفیف په نظر کې نیول شوی.

په عین حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هغو شرکتونو او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو ته په مشروط ډول ۲۰٪ سلنه تخفیف په نظر کې نیولی چې نوموړی تخفیف مستقیما د یادو شرکتونو له خوا  مشتریانو ته ورکړل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په دې هڅه کې دی چې په تدریجي ډول د انټرنیټ قیمتونه راټیټ ، کیفیت بهتر او انټرنیټي پوښښ ته پراختیا ورکړي.

په درنښت

د نورو معلوماتو لپاره لاندې آدرس سره اړیکه ټینګه کړئ.