د آذربايجان ASAN Xidmat پخواني مشر او د کرنې اوسني وزیر سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
Thu, Dec 06 2018 1:40 PM
دیدار با رییس پیشین اداره ASAN Xidmat و وزیر فعلی زراعت آذربایجان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د آذربایجان د عامه خدماتو او ټولنيزو نواوريو د دولتي ادارې پخواني مشر او د کرنې اوسني وزیر محترم انعام کریموف سره په داسې حال کې دوستانه لیدنه وکړه چې په آذربایجان کې د افغانستان سفیر يې ملتيا کوله.

په دغه ناسته کې دواړو وزیرانو د افغانستان او آذربایجان د کرنې وزارتونو تر منځ د همکاريو پر دوام او په کرنيزو چارو کې د ټکنالوجۍ د کارونې په اړه خبرې وکړي.

محترم کریموف د کرنې په برخه کې د ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره نوې طرحې لري او ډاډ يې را کړ چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت سره به د خپلو طرحو په شریکولو کې درېغ ونه کړي.

د ويلو ده چې د افغانستان د کورنيو محصولاتو او تولیداتو د ترويج په موخه محترم شهزاد آريوبي ښاغلي کریموف ته د افغانستان زعفران او جلغوزي د ډالۍ په توګه وړاندې کړل.