د مخابراتو د نړېوالي اتحاديې (ITU ) د مشرتابه پلاوي ټاکنې تر سره شوې

Author image
Alireza Khaliqyar
Thu, Nov 01 2018 2:34 PM
45104895_1972850496345501_7049659882571563008_n

د مخابراتو د نړېوالې اتحاديې د مشرتابه او د بورډ د غړو جلسه په هرو څلورو کلونو کې یو ځل جوړېږي چې نه یواځې د اتحاديې د راتلونکو اهدافو او ليدلوري په اړه بحثونه کوي، بلکې ددغه اتحاديې د رهبري پلاوي او په ځانګړې توګه د سکرتر جنرال او مرستيال د ټاکلو لپاره انتخابات هم کېږي او د ITU غړي په سري او آزادانه توګه د خپلې خوښې وړ نوماند ته رايه ورکوي. 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي سږ کال د افغانستان د مخابراتو سکټور په استازولۍ او د مخابراتو د نړېوالې اتحاديې د غړي په توګه د ITU د سکرتر جنرال او مرستيال د ټاکلو لپاره خپله رایه وکاروله. 
د ويلو ده چې د ټاکنو په پايله کې محترم هولن ژاو(Houlin ZHAO)، د یوې بلې دورې لپاره د مخابراتو د نړېوالې اتحاديې سکرتر جنرال او محترم ملکولم جهونسن(Malcolm JOHNSON) د مرستيال په توګه وټاکل شول.