د آسټراليا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر سره ليدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
Tue, Oct 30 2018 4:45 PM
45081572_1971975566432994_8982623576427331584_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي په دوبۍ کې د مخابراتو نړيوالې اتحاديې کنفرانس په څنډه کې د آسټراليا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم Hon Mitch FIFIELD سره ولیدل.

د ليدنې په ترڅ کې محترم آريوبي د افغانستان او آسټراليا ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د دوه اړخيزه اړيکو، په افغانستان کې د ديجيټلي اقتصاد د پراختيا او د مخابراتو نړيوالې اتحاديې د سرمنشي او بورډ غړو د ټاکنو په اړه مفصلې خبرې وکړې