د روشن مخابراتي شرکت د اجرائيوي رئیس سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
Tue, Sep 25 2018 4:55 PM
kjk

سه شنبه د ۱۳۹۷ د ميزان ۳مه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د روشن مخابراتي شرکت اجرائيوي رئیس آغلې شيرین رحماني سره ولیدل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مطالباتو، د مخابراتي خدماتو پراختيا او ودې او نورو اړوندو موضوعاتو يې خبرې وکړې.

محترم شهزاد آريوبي همدا شان د آغلې رحماني سره په غزني او يو شمېر نورو ولايتونو کې د مخابراتي سايټونو د بيا رغونې او مخابراتي خدماتو د کېفيت پر ښه کېدو خبرې وکړې او د هر ډول تخنيکي همکارۍ ژمنه يې وکړه