د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د MTN مخابراتۍ شرکت د افغانستان څانګې له مشر سره وکتل.

mcitadmin
Tue, May 29 2018 5:03 AM
sssss

نن سه شنبې د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۸ مه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي د MTN مخابراتۍ شرکت د افغانستان څانګې له مشر ښاغلي حسن جابر سره په ناسته کې د سیم کارتونو د ثبت طرزالعمل پر تطبیق، Dark Fiber د شفافو او با کفیته مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د یاد شرکت د خدمتونو پر پراخوالي، فرصتونو، په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.