په هستوګن ځایونو کې د لومړي ځل لپاره د پسټ بکسونو د نصب پروسې پرانېسته وشوه

superadmin
Tue, May 08 2018 5:03 AM
llljjh

د مخابرتو او معلووماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي نن سه شنبه د ۱۳۹۷ کال د غوايي په ۱۸مه نېټه د لومړي ځل لپاره په هستوګن ځایونو کې د پسټ بکسونو د لګولو پروسې پرانیسته وکړه.
په پېل کې به ۱۰۰۰ پسټ بکسونه په امتحاني ډول په مکرويانو کې لګول کېږي، چې پیل یې له څلورم مکریانو څخه وشو، وروسته به په تدريجي توګه په ټول کابل ښار، بیا مرکزي ولايتونو او بیا ټولو ولايتونو ته غځول کېږي. په دې سره به زموږ هېوادوال وکولی شي په اسانه، خوندي او چټکه توګه او بې د زماني محدوديت په پام کې نيولو سره خپلو مراسلاتو او پستی کڅوړو ته لاسرسی ولري
ښاغلي اریوبي وویل چې پر دې سربېره په پام کې لرو چې خلکو او هېوادوالو لپاره د اسانتياو رامنځته کولو په موخه د پسټ عصري او انلاين خدمتونو سيسټم هم ژر تر ژره فعال کړو.