د اذربایجان د اسان خدمت ادارې رئیس سره ناسته،

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د اذربایجان د اسان خدمت ادارې له رئیس ښاغلي الوي مهدیف سره وکتل. 

په دغه ناسته کې د اذربابجان لخوا د افغانستان د اسان خدمت ادارې سره په همکاریو او د دې ادارې په پراختیا خبرې وشوې. ښاغلي مهدیف ژمنه وکړه چې د ظرفیت لوړونې، سافټویر او نورو برخو کې به همکاري کوي. د ژمنې سره سم د اذربایجان حکومت به د افغانستان اسان خدمت ادارې ته د ګرځنده خدمتونو لپاره دوه بسونه هم ډالۍ کوي.