د لوړ پوړي پلاوي په ګډون د څنډې ناسته

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او معلوماتې ټیکنالوجۍ سرپرست ښاغلي شهزاد اریوبي د لوړ پوړي پلاوي په ګډون د څنډې ناستې ته خبرې وکړې. دغه غونډه د ولسمشر د سلاکار ښاغلي همایون قیومي په مشرۍ تر سره شوه. 

سرپرست وزیر د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ په سکتور کې د ملي یووالي د حکومت په لاسته راوړنو، په دغه سکتور کې د پانګونې په زیاتوالي، اصلاحاتو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې. د سام غونډه کې د مرستندویه هېوادونو استازو ګډون کړی، تر څو د افغانستان سره په دوامداره همکاریو خبرې وکړي.