د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د وينې ورکولو کمپاین جوړ شو

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د روان 1396 کال د زمری د میاشتې په 17 مه نیټه د ملی امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ او په هېواد کې د تروريستي پيښود ټپيیانو سره د  مرستې په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وينې ورکولو پروګرام پیل کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیال ښاغلي سید احمد شاه سادات، د وزارت مشرتابه او کارکوونکو اړو کسانو په ځانګړي توګه د وروستیو تروریستي پیښو اړو ټپیانو سره د مرستې په منظور خپله وینه ورکړل.

د مخابراتو وزارت تخنیکی مرستیال ښاغلي انجنیر سید احمد شاه سادات وویل چې ډیر خوشحاله یم چې نن خبلو اړو هیواد والو سره د وینې ورکولو په دې کمپاین کې برخه اخلم، نوموړي اړو کسانو سره د وینې مرسته یوه دینی او ملي وجیبه وبلله او له هیوادوالو څخه یې وغوښتل چې په دې کمپاین کې برخه واخلي.