د کورنيو چارو وزارت د پرسونل روزنې په اړه ناسته وشوه

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزير په مشرۍ نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انسټيټيوټ لخوا د کورنيو چارو وزارت د پرسونل روزنې په اړه ګډه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د انسټيټيوټ رئيس پوهاند محمد شفيع شريفي او د کورنيو چارو وزارت په استازيتوب سمونوال عبدالقدير مولوي زاده او سمونوال مصطفی همت ګډون کړی و.

د کورنيو چارو وزارت په وړانديز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انسټيټيوټ به د کورنيو چارو ۱۰ تنه پرسونل ته د مخابراتو او ۱۰ تنو ته د معلوماتي ټيکنالوجۍ په برخه کې ۶ مياشتې روزنه ورکوي. تر څو د کورنيو چارو وزارت د مخابراتي سيستم په موډرن کولو او بهتره همغږۍ کې ګټه ځنې واخيستل شي. 
سرپرست وزير ژمنه وکړه چې د امنيتي ارګانونو سره د مخابراتو او ټکنالوجۍ په برخه کې هر راز همکاريو ته اماده دی.