د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر خپل لومړنی ولایتي سفر له ننګرهار پیل کړ

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی د ۱۳۹۴ کال د غویي د میاشتې په ۱۲ مه ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مخابراتي سکتور له بیلا بیلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د افغان ټیلی کام شرکت، پستي او مخابراتي خدمتونو د بنسټونو څخه د کتنې په ترڅ کې وویل: چې په هیواد کې مخابراتي لاسته راوړنې بې سآرې دي او د لاسته راوړنو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالرزاق وحیدي وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هوډ لري ترڅو د تیرو کلونو لاسته راوړنې وساتي ، د افغان ټیلي کام شرکت فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او په ټینګار سره یې وویل چې د هیواد ټول وګړي باید د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو څخه ګټه تر لاسه کړي.

همدا راز د ننګرهار ولایت سرپرست ښاغلي محمد حنیف ګردیوال چې د ښاغلي وحیدي ملګرتیا یې کوله د مخابراتو وزارت لاسته راوړنې یې د ستاینې وړ وبللې او د افغان ټیلي کام شرکت  د فعالیتونو څخه یې قدرداني څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې ننګرهار ولایت ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر په توګه دا د ښاغلي عبدالرزاق وحیدي لومړنی سفر دی.