د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ عالي شورا غونډه جوړه شوه
د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ عالي شورا غونډه نن شنبه د جمهوري ریاست دوهم مرستیال او دیادې شورا رئیس محمد کریم خلیلی په مشری جوړه شوه. لومړی د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزیر انجنیر امیرزي سنګین د تیلفونی خدمتونو د پوښښ، دهیواد په بیلابیلو سیموکې د نوري فایبر پراختیا، الکترونیکي تذکرو، د انترنیتی خدمتونو ودې او الکترونیکي حکومت داری په اړه غوندې ته معلومات وړاندې کړل.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر په یادو څانګو کې د پرمختګ ترڅنګ زیاتوي، دا مهال په ټول هیواد کې ۱۸ میلیونه کسان له ګرځنده تیلفون څخه کار اخلي او همدا رنګه دهیواد ځیني سیمو کې د نوري فایبر پروژه بشپړه شوي او په نورو سیمو کې لکه د هیواد مرکزي سیمې ، د جنوبي ولایتونو ځیني سیمو او د تخار ، بدخشان ولایتونو کې هڅې رواني دي چې دا پروژه بشپړه شي.
هغه وویل د نوري فایبرپراختیا په پایله کې د انترنتی خدمتونوپه بیو کې ټیټوالۍ رامنځته شوی او د انترنت کاروونکو په شمیره کې هر ورځ زیاتوالی راځي.د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الکترونیکي حکومتداري د افغانستان په ځان بساینه کې یو مهم او ارزښتناکه ګام وباله او زیاته یي کړه په همدې موخه په دي وروستیو کې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او لوړوزده کړو وزارت ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شوه او همداسې سهولتونه به ښووني وزارت هم برابري شي. د لوړو زدکړو وزیر په دغه غونډه کې وویل د دغه هوکړه لیک د پلي کیدو په صورت کې به دغه وزارت و د لوړوزدکړه موسسود اړتیا وړ تسهیلات برابر شي او له دي لاري په د نړی تحقیقاتي مراکزو ته د لاس رسی زمیني هم برابرې شي.
هغه وویل په نیږدو راتلوونکې کې به د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د روغتیا وزارت ترمنځ له لري له لري واټن څخه د درملنې هوکړه لیک هم لاسلیک شي چې له مخې به يي دهیواد په لرو پروتو سیمو کې د معالجي آسانتیاوي رامنځ ته شي.
همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزارت مرستیال د هغه هوکړلیک په اړه چې د مخابراتو وزارت او فواید عامې وزارت ترمنڅ لاسلیک شوي وو غونډې ته معلومات ورکړل د دغه هوکړه لیک له مخې به د نوري فایبر خدمتونو بودجه فواید عامې وزارت ته لیږدول کیږي.
دغوڼدې په بله برخه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال الکترونیکي تذکرو په اړه خپل راپور وړاندې کړ او ټینګار یي وکړ چې زموږ هڅي راوني دي او دغه وزارت لومړني کړني ترسره کړي خو د بودجې له کمښت سره مخامخ یو. وروسته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ شورا رئیس د راپور د اوریدو ترڅنګ د وزارت له هڅو مننه وکړه او د شورا غړو هم د مخابراتي خدمتونو د لاښه کیدو په موخه ، الکترونيکي حکومتداري او د دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو د څرنګوالي په اړه یو لړ نظریات غوڼدې ته وړاندې کړل همدارنګه شورا یاد شوي هوکړلیکونه تائید کړل او په ټول هیواد کې يې د نوري فایبر په غزوني، د الکترونيکي حکومتداري پراختیا لکه ښووني، لوړوزدکړو، د انترنیتي خدمتونو ودې، او د مبایل له لارې د خدمتونو وړاندې کولو باندې ټينګار وکړ.
دیادوني وړه ده چې شورا دمالیې وزارت مکلف کړچې د وزیرانو شورا پریکړه پلي کړي او د الکترونيکي تذکرو ویش اهمیت ته په کتو سره د کورنیو چارو وزارت لومړني لګښتونه چې پنځ میلیونه امریکایي دالره کیږي چمتو کړي.