کاپیسا ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

naweed_admin
Tue, Nov 10 2026 3:34 PM
کاپیسا

هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د پوشش پراختیا په موخه د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ په غ درې کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ د جوړولو چارې چې د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوژۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مالي مرسته جوړیږي پیل شوې.

د یاد سایټ د رغنیزو چارو له جریان څخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي مولوي دلاور برهان،  اترا ادارې، روشن مخابراتي شرکت او قراردادي شرکت نمایندګانو له نږدې لیدنه وکړه، او قراردادي شرکت ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت بشپړیدو لارښوونې وکړې.

د دې سایټ په فعالیدو سره به د غ درې، پچغان او شا او خوا نږدې سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې تر ډیره بریده حل شي.