غور ولایت کې د درېیو مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه وشوه

naweed_admin
Sun, Oct 18 2026 3:27 PM
ریاست مخابرات ولایت غور

د غور ولایت پسابند ولسوالۍ د کاکرۍ کلي او تیورې ولسوالۍ د یامان او غارک سیمو کې د درېیو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه د ولایتي ریاست، مخابراتي شرکتونو، قراردادي شرکت او اترا ادارې د مسئولینو له لوري څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یامان او غارک سایټونو ساختماني چارې کابو ۲۸ سلنه او د کاکري سایټ رغنیزې چارې شاوخوا ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.

همداراز، د تخنیکي انجنیرانو له لوري د ساختماني چارو ځینې نیمګړتیاوې او د کار په بهیر کې ستونزې هم په ګوته شوې او قراردادي مسئولینو ته سپارښتنه شوې چې چارې د منظور شوې نقشې او د کمیتونو او لګښتونو د جدول له مخې، د تخنیکي معیارونو په رعایتولو سره بشپړې کړي.