د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال شو

naweed_admin
Tue, Oct 20 2026 12:01 PM
خوست ولایت

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو دیاد ولایت نادرشاکوټ ولسوالۍ شمباوت سیمې کې د افغان ټيلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې یو مخابراتي سايټ فعال او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سلام مخابراتي شبکې د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې او شاوخوا سیمو وګړي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه ترلاسه او په دې برخه کې یې ستونزې حل شوې دي.

دیادونې وړده چې د یادو سیمو اوسېدونکو د دغه سایټ له فعالېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو مخابراتي او انټرنیټي اړتیاوو د پوره کېدو، د اړیکو د ښه والي او د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم اقدام بللی دی.