د کندز په امام‌صاحب ولسوالۍ کې د اتوما مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Thu, Oct 08 2026 10:38 AM
مخابرات کندز

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اغېزمنې همغږۍ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ، د امام صاحب ولسوالۍ په ګمبد سیمې کې د اتوما مخابراتي شرکت هغه سایټ چې مخکې يې سروې تر سره  شوی وه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره، د ګمبد سېمې اړوند  شاوخوا کلیو کې ۳ زره کورنۍ د ۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمنې شي.

هېره دې نه وي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تل هڅه کوي، څو د مخابراتي پوښښ د پراختیا، د انټرنېټي خدمتونو د کیفیت ښه والی او خلکو ته د معیاري مخابراتي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.