ننګرهار ولایت کې د پوستي خصوصي شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
Tue, Sep 22 2026 10:12 AM
ریاست مخابرات ولایت ننگرهار

دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دهدایت په اساس د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د یاد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د پوستي او کارګو شرکتونو له فعالیتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې ټولو پوستي او کارګو شرکتونو ته سپارښتنه وشوه تر څو د غیر قانوني او جواز پرته خدمتونو ترسره کولو څخه ډډه وکړي.

دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.