نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Sep 14 2026 11:51 AM
Noorstan

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه کنټرول او نظارت ترسره کړ، د یاد نظارت پر مهال د برېن‌شاپونو فعالیتونه، د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی، د سیمکارتونو د پلور او ثبت بهیر او یو شمېر نورو اړوندو مواردو د اترا ادارې د نافذو طرزالعملونو او مقرراتو له مخې وکتل او وارزول شول.

د مسئولینو په وینا د دې نظارت موخه د نافذو طرزالعملونو د پلي کېدو ډاډ، د مخابراتي خدمتونو د کیفیت لوړول او د هېوادوالو د حقونو خوندي کول دي.

ګډ تخنیکي ټیم ټینگار کوي چې د مخابراتي خدمتونو د معیاري کولو او د اړوندو مقرراتو د لا ښه تطبیق په موخه به د برېن‌شاپونو او نمایندګیو له فعالیتونو څخه د کنټرول او نظارت لړۍ دوام ولري.