د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سلام مخابراتي شبکې ۱ مخابراتي انټن جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
Tue, Sep 08 2026 2:48 PM
ولایت نورستان

د نورستان ولایت د مخابراتي ستونزو د حل او د یاد ولایت محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړ د چمتو کولو په موخه د یاد ولایت مرکز پارون ښار کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یو مخابراتي آنټن فعال او ګټې اخیستې ته وسپارل شول.

د دغه مخابراتي آنتن په فعالیدو سره د نورستان ولایت د پارون ښار اوسیدونکي به مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو ته لاسرسی پیدا کړي او په دغه برخه کې به يې ستونزې تر ډیر بریده حل شي.