د ارزګان ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د پنځو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

naweed_admin
Wed, Sep 09 2026 11:47 AM
ولایت ارزگان

د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د ارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند په (چرمستان او چنار)، چنارتوولسوالۍ په (لنګر او پاتان) او چورې ولسوالۍ کمیسان کليو کې د اټوما مخابراتي شرکتونو د ۵ مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې پیل شوې.

د دغو سایټونو له فعالېدو سره به د یادو سیمو اوسېدونکي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او د مخابراتي پوښښ په برخه کې به یې شته ستونزې راکمې شي.