ننګرهار ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا و برابرولو په موخه ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ دربنګ سیمه کې د اتصالات مخابراتي شرکت یو سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې د لسمې پروژې له لارې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي ذبيح الله ذکي وویل چې اوسمهال، دغه سایټ، د یادې سیمو اوسیدونکو ته ۲جي او ۳جي لوړ کیفیت مکالماتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي.
