خوست ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۵ مخابراتي سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

naweed_admin
Sat, Jul 11 2026 4:22 PM
ولایت خوست

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د خوست ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت د ګډوهڅو په پایله کې د یاد ولایت د مرکز اړوند لکڼ، ماڼۍ سیموکې ، نادرشاه کوټ، موسی خیل او تڼیو ولسوالیو کې د ۵ مخابراتي سایټونو انټرنټي ظرفیت له ۳جي څخه ۴ جي ته لوړ شو.

د یادو مخابراتي سایټونو د ظرفیت په لوړېدو سره به د خوست ولایت ډیری سیمو کې د کیفیت د ټیټوالي ستونزه حل شي.

د یادونې وړ ده تر دې وړاندې هم د خوست ولایت په ډېر شمېر ولسوالیو کې د ګڼو مخابراتي سایټونو د فعالېدو تر څنګ د کیفیت د ښه والي لپاره هم هڅې شوي او د ډېر شمېر مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شوی دی.