کونړ ولایت مرکز اسعدآباد کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه اندرسیر، یارګل او ماڼو سیمو کې د اټوما مخابراتي شرکت ۳ آنټنونه فعال او د خدماتو د وړاندې کېدو په موخه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
یاد مخابراتي انټنونه د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په موخه په ۴جی ټکنالوجۍ هم سمبال دي چې د مکالماتي آسانتیاو سربیره انټرنټي خدمات هم وړاندې کوي.
