زابل ولایت کې د دوه مخابراتي آنټنونود جوړېدو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Thu, May 14 2026 12:50 PM
ولایت زابل

د زابل ولایت د خاک افغان او شاجوی ولسوالیو د اوسېدونکو له لوري د مخابراتي ستونزو له اورېدو وروسته ولایتي ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډه د دوه مخابراتي آنټنونو د جوړېدو سروې ترسره کړه.

د یادو مخابراتي آنټنونو له سروې وروسته به یې رغنیزې چارې هم پیل شي چې ګټې اخیستنې سره به یې د یادو دوه ولسوالیو د اوسېدونکو ډېری مخابراتي ستونزې حل شي.