د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د سلام مخابرات شبکې د یوه سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

naweed_admin
Thu, May 14 2026 12:46 PM
ریاست مخابرات پکتیا

د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ تاند غړک سیمه کې د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې د یوه سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو.

پکتیا ولایت کې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراټي انټنونو ظرفیت لوړ شوی او د یاد ریاست په وینا لا هم دا لړۍ په مختلفو ولسوالیو کې د تطبیق په حال کې ده.