ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او پوسټي خدمتونو شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
Wed, Apr 29 2026 2:13 PM
ولایت ننگرهار

دغې غونډې کې د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي ذبیح الله ذکی په یاد ولایت کې د قانونی پوسټي خدماتو د وړندې کولو او ښه والي پر اهمیت ټینګار وکړ .

نوموړي د پوسټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې خپل ټول فعالیتونه د مخاراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت داپرا ریاست د کړنلارې مطابق ترسره کړي، دعوایدو راپور په شفاف ډول ترتیب او په خپل وخت یې تحویل کړي.

او د کارګو شرکتونو له لوري دغیر قانوني پوسټي خدماتو بندولو لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.

همداډول په ننګرهار ولایت کې دیوشمیرپوسټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو استازو د خپلو خدمتونو په قانونی ډول ترسره کولو او لا پراختیا ژمنه وکړه.