د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Apr 15 2026 4:16 PM
ولایت خوست افغانستان

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ د څپر ورغه کلي کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه سروې تر سره شوه او همداراز د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د یوه سایټ چې د ځاځي میدان اکا کلي کې جوړیږي د جوړیدو له چارو څخه یې څارنه ترسره شوه چې په جوړېدو سره به یې د ځاځي میدان او نادرشاه کوټ ولسوالیو ډیری محرومې سیمې له مکالماتي او انټرنټي آسانتیاو برخمنې شي.